زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-05-19  |  2024-11-21  |  تازه شوی په: 2024/11/21 - 04:33:0 FA | AR | PS | EN
بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟             افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري             روسیې د احتمالي حملې لپاره د سویډن او فنلنډ تیاري             د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي             په برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له دندو لاس واخیست             ۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی             سعودي عربستان کی د بهرنیو اتباعو د اعدامونه ریکارډ             د ریلي همکاریو د پراختیا لپاره طالب پلاوی ایران ته لاړ             پاکستان ته بې کیفیته وریجې مصادره شوې             د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته             ایران افغانستان ته ۱۳ سوه میلون ډالرو غیرنفتي صادرات کړي دي             نن د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډلې مسابقه لري             مالیزیا د افغانستان د کانونو له وزارت سره همکاري کوي             په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو             خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي            

تاريخ النشر: 2024/11/06 - 04:32:4
زيارة: 202
مشاركة مع الـأصدقاء

چین خپله پټه جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې کوي
 چین خپله پټه جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې کوي

انصار، (د لړم ۱۶ مه)، د چین هوایي ځواک چمتو دی چې خپله نوې پټه جنګي الوتکه، J-35A، رسماً نندارې ته وړاندې کړي.

د سی این این د راپور له مخې، چینایان او نور خلک له ډېرې مودې راهیسي د چین دې الوتکې ته سترګې په لار وو.

دا جنګي الوتکه، چې عکس یې د چین هوايي ځواک د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې خپور کړ، ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د ژوهای ښار په یوه هوايي نندارتون کې وښودل شي.

سي این این وايي، دا الوتکه چې د پوځي وړتیاوو د زیاتېدا لور ته د چین د چټک پرمختګ نښه ګڼل کېږي، له امریکا سره په پوځي برخه کې د چین د سیالۍ یوه بله هڅه ده.

د J-35A په اړه د چین په پوځ پورې یوې تړلې ی رسنۍ راپور ورکړی چې دا الوتکه "په ځانګړي توګه د هوايي جګړې عملیاتو لپاره ډیزاین شوې او کولای شي له هوا څخه پر مځکې بریدونه وکړي."

د چینايي متخصصانو په وینا، که چیرې دا الوتکه رسماً عملیاتو ته راووځي، چین به له متحدو ایالتونو وروسته دوهم هېواد وي چې دوه ډوله پټې جنګي الوتکې لري.

د چین J-20 پټه جنګي الوتکه په ۲۰۱۷ کال کې په رسمي توګه خدمت ته داخله شوه. دا خبره چینايي چارواکو هماغه وخت اعلان کړې وه.

پټې جنګي الوتکې هغه دي چې په داسې ډول ډیزاین شوې وي چې له رادار او نورو څارنیزو وسیلو څخه ځان پټ کړي.

د چین پوځي کارپوهې اغلې لي لی (Li Li) دولتي تلویزیون CCTV ته وویل چې دا الوتکه د J-35 الوتکو د لړۍ برخه ده او په هماغه ډول ډیزیان شوی خو ممکن په راتلونکي کې د بیړیو د الوتکو په توګه هم وکارول شي. هغې وویل، دا به "د چین د سمندري او هوايي جګړې عمومي ځواک په پراخه توګه پیاوړی کړي."

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34243






*
*

*



قرأ

روسیې د احتمالي حملې لپاره د سویډن او فنلنډ تیاري


په برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له دندو لاس واخیست


سعودي عربستان کی د بهرنیو اتباعو د اعدامونه ریکارډ


د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته


خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي


د پاکستان استخباراتي کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لیست کې شامل کړل


ايران د ډونالډټرمپ د وژنې په دسيسه کې لاس نه در لود


جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې یوبل سره ګوری


هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل


د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست


د هند ځانګړي استازي په لومړي ځل د طالبانو له دفاع وزیر سره ولیدل


د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې


د پاکستان حکومت د اسلام اباد په مظاهرو کې د افغانانو د ګډون ثبوت وړاندې نه کړل شو


د ټرمپ او هاریس ترمنځ نږدې او سخته سیالي


د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه د اعلامیې له خپریدو پرته پای ته ورسیده


په اسلامي هېوادونو کې د ولسمشر پوتین محبوبیت مخ پر زیاتېدلو دی


د ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان بندیان دي


د تېر حکومت چارواکي نه په حکومت پوهېدل، نه په جګړه


د م.م. د دفترونو لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه ډېر لوړ دي


په افغانستان کی جبر او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي


د روسیې کورسک ته د شمالي کوریا ځواکونه انتقال شوي


په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړانديز


هیله‌من یم چې دا به د روان کړکېچ پای وي


په پښتونخوا کې پر یوه پوسته په برید کې ۸ ملېشه وژل شوي


له شمالي کوریا سره د روسیی ستراتېژیکې همکارۍ تړون تصویب شو





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان